Telegram Group & Telegram Channel
‏از زیر پوست طالبان با توسل به کشف تخنیکی :

گزارشات مختلف از ریاست عمومی استخبارات طالبان از اول و دوم حوت مطابق به ۲۰ الی ۲۱ فبروری سال ۲۰۲۵ فشای این مستندات به مبارزان آزادی توانمندی می بخشد.

له عمومی ریاست څخه بتار قطعې ته:
لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د کندز او تخار ولایتونو امنیتي وضعیت خراب شوی دی، د دښمن په یو شمېر تثبیت شویو پناه‌ځایونو د عملیاتو د ترسره کولو لپاره، ستاسو د قطعې اړوند (۱۰۰) نفره مجاهدین په نظامي تجهیزاتو سمبال، د شپې له خوا د یادو ولایتونو په لور واستول شول. یادونه کېږي چې تر امر ثاني پورې هلته معطل پاتې شي.

له ۰۹۶ ریاست څخه ۰۶۷ قطعې ته:
د همغږۍ او عملیاتي معلوماتو له مخې، ستاسو اداره چې د شمال لوري ته له غره سره نښتې ده، د دښمن له احتمالي ګواښونو سره مخامخ ده. د دښمن پالن دا دی چې په دې سیمه کې السي بمونه وغورځوي او همدارنګه پهره‌داران په خپګنو وسلو وولي. یاد شوې سیمه باید تر بشپړ کنټرول لاندې ونیول شي. هیله ده چې خپل امنیتي کمرې په منظم ترتیب سره د پهره‌دارانو لپاره ځای پر ځای کړئ.

له ۰۲۹ ریاست څخه بادغیس ریاست ته:
د استخباراتو لوی ریاست د اړتیا وړ امر (۰۳۳۴-۱۴۴۶/۰۸/۱۷) له مخې، د کندهار د استخباراتو ریاست د ۹۱ مدیریت معاون، محمد داود احرار، د مال علي احمد زوی، د بادغیس ریاست لپاره د عملیاتي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. دا مکتوب د هغه د معرفي کولو په موخه تاسو ته وړاندې کېږي. په چارو کې ورته بریالیتوب غواړم او له الله تعالی څخه ورته د ښه خدمت کولو توفیق غواړم. حقوق، معاشات او امتیازات به یې د یادې شوې نېټې سره سم ترتیب شي.

بروکراسی برباد رفته ی افغانستان :
په خوست ولایت کې د تذکرو مسؤلین خپل فیسبوک، ټویټر او واټساپ ګوري، او غریب مراجعین په انتظار ولاړ دي. په لوړه کچه مشران باید د تذکرو له مرکزونو څخه څارنه او نظارت وکړي ترڅو مراجعین له تکلیف او انتظار څخه خلاص شي.

له ستر درستیز څخه ۲۱۹ فرقې ته:
محترمو مجاهدینو وروڼو ته،
د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې په وړاندیز او د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو د معاونیت په موافقه، لاندې کسان په خپلو ټاکل شویو دندو کې مقرر شوي دي:
۱. مولوی ضیاالحق، د اخندهای زوی، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د لومړۍ پلې لوا د درېیم کندک د قوماندان په توګه، د ۱۳۰ برخې ۳ لست کې د کادر جګړن په توګه مقرر شوی دی.
۲. اسدالله، د عبدالبصیر زوی، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د لومړۍ پلې لوا د ملکي قرارګاه مرستیال په توګه، د ۱۷۰ برخې ۸ لست کې د کادر جګړن په توګه مقرر شوی دی.
۳. قاري بحرالله، د امین‌الله زوی، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د لومړۍ پلې لوا د شپږم کندک د ارکان رئیس په توګه، د ۲۱۰ برخې ۹ لست کې د کادر جګړن په توګه مقرر شوی دی.
۴. قریب‌الله، د سهرګل زوی، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د لومړۍ پلې لوا د همغږۍ امر په توګه، د ۱۸۰ برخې ۱ لست کې د کادر جګړن په توګه مقرر شوی دی.
۵. ذبیح‌الله، د جمعې خان زوی، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د لومړۍ پلې لوا د عقیدتي او فرهنګي امر په توګه، د ۱۱۰ برخې ۲ لست کې د کادر جګړن په توګه مقرر شوی دی.
۶. محمد اسحاق، د شربت زوی، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د لومړۍ پلې لوا د درېیم کندک د مالي امر په توګه، د ۱۹۰ برخې ۶ لست کې د کادر تورن په توګه مقرر شوی دی.
الله تعالی دې ټولو ته بریالیتوب او توفیق ورکړي.

ملا نیک محمد حاجي "ملنګ"، د بدخشان ولایت د امنیې قوماندان کور، په کویټه کې موقعیت لري.

له ۰۹۶ ریاست څخه ۰۸ ریاست ته:
د استخباراتو لوی ریاست، عملیاتي معاونیت او د داخلي استخباراتو ۰۹۶ ریاست د دې پرېکړې له مخې، د ټولو استخباراتي ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو تحصیلي اسناد باید بیا وڅېړل شي ترڅو هغه اسناد تثبیت شي چې په پاکستان کې د وهابیانو او سلفیانو له مدرسو څخه ترلاسه شوي دي. دا موضوع د خبرداري په موخه تاسو ته لېږل شوې ده. هیله ده چې اړینې کړنې ترسره کړئ.

له عمومی ریاست څخه نورو ادارو ته:
دښمن پلان لري چې له بېلابېلو شیانو لکه انرژي کیلي، بیلچو او بالښتونو څخه، چې په ورځني ژوند کې زیات استعمالېږي، د مجاهدینو د ترور او خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره په تکتیکي ډول کار واخلي. د ټولو استخباراتي ادارو مسؤلینو ته هدایت ورکول کېږي چې د مجاهدینو په اړه، یاد شوي شیان په چک‌پواینټونو کې په تدریجي ډول وپلټل شي او په هیڅ صورت کې ترې استفاده ونه شي، ترڅو مجاهدین د دښمن له شر او شیطاني دسیسو څخه په امان کې پاتې شي.

له ۳۷۶ ریاست څخه ۰۶۱ ریاست ته:
د WFP نړیوال خوراکي پروګرام د سروې مسؤل، انجنیر خوشحال، د عالم خان زوی، چې د میدان وردګ ولایت د مرکز، میدان ښار، اصلي او اوسني اوسېدونکی دی، په دهسبز ولسوالۍ کې د سروې پر مهال د کلیو خلکو ته وعده ورکړې وه چې "زه تاسو ته مستقیم له بهرنیو هېوادونو مرستې راوړم، هېڅ اندېښنه مه کوئ." ورسره یې دوه آیفون موبایلونه هم درلودل، چې په هر موبایل کې د اړیکو بېلابېل اپلیکیشنونه نصب وو.

group-telegram.com/AGTAfghanistan/671
Create:
Last Update:

BY Afghanistan Green Trend - AGT

Warning: Undefined variable $i in /var/www/group-telegram/post.php on line 260

Share with your friend now:
group-telegram.com/AGTAfghanistan/671

View MORE
Open in Telegram

Telegram | DID YOU KNOW?

Date: |

Channels are not fully encrypted, end-to-end. All communications on a Telegram channel can be seen by anyone on the channel and are also visible to Telegram. Telegram may be asked by a government to hand over the communications from a channel. Telegram has a history of standing up to Russian government requests for data, but how comfortable you are relying on that history to predict future behavior is up to you. Because Telegram has this data, it may also be stolen by hackers or leaked by an internal employee. On December 23rd, 2020, Pavel Durov posted to his channel that the company would need to start generating revenue. In early 2021, he added that any advertising on the platform would not use user data for targeting, and that it would be focused on “large one-to-many channels.” He pledged that ads would be “non-intrusive” and that most users would simply not notice any change. Ukrainian President Volodymyr Zelensky said in a video message on Tuesday that Ukrainian forces "destroy the invaders wherever we can." Meanwhile, a completely redesigned attachment menu appears when sending multiple photos or vides. Users can tap "X selected" (X being the number of items) at the top of the panel to preview how the album will look in the chat when it's sent, as well as rearrange or remove selected media. Some people used the platform to organize ahead of the storming of the U.S. Capitol in January 2021, and last month Senator Mark Warner sent a letter to Durov urging him to curb Russian information operations on Telegram.
from us

Telegram Afghanistan Green Trend - AGT
FROM American